اسلامي امارت غواړي یو شمېر هېوادونو ته افغان کاریګر واستوي

په دې وروستیو کې اسلامي امارت هڅې پیل کړي تر څو په کوردننه د بې کارۍ کچه راټیټه کړي او په همدې اړه يي له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې کړي تر څو افغان کاریګر ورواستوي او له ځینو سره بیا د میکانیزم په جوړولو خبرې دوام لري.
تازه په روسیه کې د حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن د دې هېواد له لوري د افغانستان لپاره ټاکل شوي استازي ضمیر کابلوف سره کتنه کې یاده موضوع مطرح کړې ده، او ویل شوي روسیې ته د افغان کاریګرو په میکانیزم اوس مهال ګډ کار دوام لري.
په روسیه کې د افغانستان سفارت پر ایکس خپور کړي بیان کې پر دې اړه نور څه نه دي ویلي.
همدې لړ کې څه موده دمخه ایراني چارواکو ویلي وو، افغانانو ته ۲ زره کاري ویزې ورکوي. خو دا لړۍ اوس مهال پیل شوې ده.
د ایراني چارواکو په خبره یادې ویزې به له کوم مالي لګښت پرته افغانانو ته ورکړل شي.
دا هغه اقدام وو، چې اسلامي امارت يي هرکلی وکړ، او چارواکو وویل چې د بې کارۍ کچې راټیټولو کې به د پام وړ رول ولوبوي.
ورته مهال قطر سره هم د کاریګرو په استولو کار روان دی.
ډېری افغانانو قطر کې د کار کولو په موخه ځانګړو ویزو ته نوملیکنه کړې ده، چې له ډلې به يي ۳ نیم زره کسان غوره شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال دې هېواد ته د کاریګرو د استولو بهیر روان دی او تمه څرګندوي چې لا نورې کاري ویزې به هم افغانانو ته ځانګړې شي.
افغانان اوس مهال د سیمې او نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په کار بوخت دي، چې ډېری يي په غیر قانوني ډول دې هېوادونو کې په کار اخته دي.
دا هغه څه دي، چې یادو هېوادونو کې د افغانانو ستونزې لا ډېرې کړې دي. ځکه دوی په قانوني ډول د کار د مزد غوښتنه نشي کولی، او ډېر وخت له کار وروسته ورته بدیل نه ورکول کېږي.
اسلامي امارت بیا وايي دا ټولې ستونزې يي درک کړي دي، او هڅه کوي چې یاد بهیر شفاف او قانوني کړي. ځکه ورسره دا ټولې ستونزې حل کېدای شي.