مولوي عبدالکبیر له برېټانیا غوښتي چې د کډوالو لپاره د سرپنا برابرولو کې دې مرسته وکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره په کتنه کې له نوموړي غوښتي تر څو د کدوالو لپاره د سرپنا برابرولو برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.
وايي برېټانیا دې افغانستان ته د تازه راستنو شوو د دایمي استوګنیزو ښارګوټو جوړولو برخه کې مرستې او دده په خبره همکارۍ زیاتې کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ایکس یو خپور کړي بیان کې دا څرګندونې شوې دي.
پر ایکس دې خپور کړي بیان کې د ښاغلي لینډزي له قوله راغلي چې دی او هېواد يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی اوربند ستايي او هیله څرګندوي چې د دایمي اوربند لپاره هم کار وکړي.
وايي کابل او اسلام اباد باید دا ستونزې یوې خواته کړې او د دایمي اوربند لپاره د نوموړي پر وینا ګډ کار وکړي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي تر اوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي مګر وړاندې يي ویلي وو چې دا هېواد د ژمي په رارسېدو سره هغو کسانو ته مرستې برابروي چې له جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي څه موده دمخه پر ایکس یو بیان کې زیاته کړې چې ۶۳۶ میلیونه افغانۍ د اړینو توکو او خوړو د برابرو لپاره ځانګړې شوې دي.
وايي دا مرستې به د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې زیانګالو افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې ولګېږي.
ایا دا او دې ته ورسته مرستې به په کور دننه د زیان ګالو ستونزو ورحل کړي؟
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال افغانستان کې طبیعي پېښې، بې کاري او د کډالو زیات راتګ د دې لامل شوی چې په کودننه زیربناوو باندې فشار زیات شي. خو وايي اسلامي امارت په یوازې ډول نشي کولی چې دې ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
همدې حال کې اسلامي امارت بیا وايي د کډوالو راتګ، په کورننه بې ځایه شوي او د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزه يي لومړیتوب دی او دې برخه کې يي هڅې دوام لري.
اوس مهال په کور دننه د کډوالو ستونزو او د طبیعي پېښو زیانګالو ته رسېدنه کې حکومت د پام وړ ګامونه اخیستي دي.
د یادونې وړ ده چې لا هم تازه راستانه شوي د سرپنا او نورو برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دي اوله دولت غواړي چې یاده برخه کې د ژمي رارسېدو ته په کتو د پام وړ ګامونه واخلي.