پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
سوداګري

افغان پلاوي د عشق ‌آباد د تېلو او ګاز نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

افغان پلاوي د عشق ‌آباد د تېلو او ګاز نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ
  • Publishedلړم ۱, ۱۴۰۴

د ا.ا.ا د صنایعو او سوداګرۍ وزیر، ملا نورالدین عزیزي، د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د حکومت د بلنې په اساس د عشق ‌آباد ښار ته لاړ او هلته یې د تېلو او ګاز په دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.

دغه نړیوال کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، متخصصینو او د نړیوالو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شو.

د یاد نندارتون موخه د سیمه ‌ییزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د انرژۍ د سکتور پراختیا ښودل شوې ده.

په دې سفر کې، وزیر نورالدین عزیزي د څو هېوادونو له دولتي چارواکو او بهرنیو پانګوالو سره جلا جلا لیدنې وکړې او د اقتصادي اړیکو د پراخېدو، پانګونې د جلب او د تېلو، ګاز او اړوندو صنایعو د ګډو پروژو په اړه یې خبرې وکړې.

د چارواکو په وینا، د افغان پلاوي فعاله ونډه د اسلامي امارت هغه هڅې څرګندوي چې غواړي د افغانستان سیمه ‌ییز اقتصادي پانګونکو د راجلبولو او د بهرنیو پانګونو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي.

Written By
Editor