پاکستان کې د افغان کډوالو ۱۰ پنډغالي تړل شوي دي

د راپورونو له مخې پاکستان کې د افغان کډوالو ۱۰ پنډغالي تړل شوي دي، او له همدې امله افغانستان ته دا تېرو دوو ورځو کې ۸۵ زره کډوال راستانه شوي دي.
دغه کمپونه په بلوچستان کې و، او ویل شوي ۸۵ زره کډوال پکې میشت و.
همدې حال کې د پاکستان یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې هلته د افغان کډوالو پر ضد د ځپنې عملیات لا هم دوام لري.
دا تېره ورځ ۳۸۸۸ افغانان هلته نیول شوي دي.
وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې څو ورځې پرلپسې نښتې وشوې ورسره جوخت پاکستان کې افغان کډوالو سره بد چلند زیات شوی.
تازه د پاکستان دفاع وزیر او د خواجه آصف او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي دې هېواد کې به استوګن ټول غیر قانوني افغان کډوال وباسي.
خو دوی په عین وخت کې یادونه کړې چې یاد ستنېدل به په خوندي او ابرومند ډول وي.
په همدې اړه د پاکستان دفاع وزیر خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «موږ به دوی په عزت سره رخصت کړو، څنګه مو چې په عزت او خوندي ډول استوګن کړل همدغسې به يي واستوو.»
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر بیا له ټولو هغو خواوو چې کډوالو ته ستونزې جوړوي ویلي چې دا وضعیت ودروي او په خوندي ډول دې د هغوی ستنولو کې هڅې وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې اوس مهال څه باندې ۳ میلیونه افغانان میشت دي.
په دې وروستیو کې له یاد هېواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ګړندی شوی ځکه دی، چې پاکستاني حکومت يي پر وړاندې دریځ سخت کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم پاکستان وار په وار افغان کډوالو ته د وتلو یادونه کړې ده، خو لا هم معلومه نه ده چې تر کله به دغه لړۍ روانه وي.