د عامې روغتیا وزیر د عربي ټاپو وزمې د هېوادونو د روغتیا وزیرانو سره لیده کاته کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د متحده عربي اماراتو، قطر او د سعودي عربستان هېواد د عامې روغتیا وزیر سره ترخوا د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې حنان بلخي او د ګیټس بنسټ مسؤلینو سره کتلي دي.
ښاغلي جلالي په یاده لیدنه کې ویلي، د روغتیا وزارت ژمن دی چې په ټولو روغتیایي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
د دې غونډې بهرنیو ګډونوالو بیا د روغتیایي کارکوونکو د روزنې، د پولیو په له منځه وړلو او نورو روغتیایي برخو کې د پوره همارۍ ډاډ ورکړی.