د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له د مشر ایډوین سنیرا سنیزا سره کتلي دي.
ویل شوي چې په یاده لیدنه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت، د روغتیایي مراکزو د درملو برخې په منظم تمویل، د روغتیایي پروژو او خدماتو په برخه کې د همغږۍ په زیاتولو، په هېواد کې د انتاني ناروغیو تمویل، د افغان جاپان او انتاني روغتونونو د راډیولوژي مراکزو د خدماتو پر پيل، د ګرځنده خدماتو پر ځای ثابتو روغتیایي خدماتو ته لومړیتوب ورکولو، د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت اړوند سروی او عامه پوهاوي تر سره کولو، د هیپاټایټس ناروغانو د درملو او خدماتو اړوند خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، اړینه ده چې د تور زیړي د ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وشي، د میکروب ضد درملو پر مقاومت سروې وشي او همدارنګه یې هېواد کې د انتاني روغتونونو پر تمویل او ارزښت خبرې کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازي بیا د خپلو ترسره شوو فغالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربیره په یادو برخو کې پوره همکاري یادونه کړې او پر وینا یې چې هڅه به وکړي چې په اړونده برخو کې د وزارت سره په همغږۍ کړنې تر سره کړي.