په ۱۷ ولایتونو کې ماشومانو ته د شري ضد واکسین تطبیق شول

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شري (سرخکان) واکسین ۸،۳ میلیونه ماشومانو ته تطبیق شوی دی.
دغه واکسین د یو کمپاین په ترڅ کې تطبیق شوی، او مسولین وايي په پاتې نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.
دې وزارت موج نیوز ته په یوې استول شوې اعلامیې کې ویلي چې دغه واکسین د یاد وزارت د کتلوي معافیت پروګرام (GAVI) نړېوال اتحاد په مالي ملاتړ او د ډبلیو ایچ او او یونیسف په تخنیکي همکارۍ تطبیق شوی دی.