پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
روغتیا

غزني کې ۳۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

غزني کې ۳۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي
  • Publishedتله ۱۳, ۱۴۰۴

د بشري مرستو له ځنډېدو سره غزني کې ۳۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي. خو تازه د دې ولایت روغتیايي مسولین وايي له دې ډلې ۱۵ روغتیايي مرکزونه بېرته فعال شوي دي.

د دوی په خبره د تړل شوو روغتیايي مرکزونو له امله د لرې پرتو سیمو شاوخوا ۱۰۰ زره اوسېدونکي له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شوې، او یا هم ورته محدود لاسرسی لري.

ورته مهال د دې ولایت د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک مني چې په دومره تعداد روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، خو وايي هڅې يي روانې دي چې بېرته يي فعال کړي.

هغه وویل: «مبایل ټیمونه، بي اېل سي او د کورنیو روغتیايي څانګې، دغه بندې شوې وې. چې اوس یې ځينې برخې بیرته پیل شوي او ځینې لا پاتې دي. د دې ترڅنګ موږ په لسګونو نورې سپینې ساحې لرو. دا خو باید نه وای بند شوي بلکې زموږ نورو سپینو ساحو ته هم رسېدنه شوي وای چې له بده مرغه پاتې دي.»

همدې حال کې د یو شمېر هغو موسسو چې د غزني روغتیايي برخه کې يي فعالیت کوو ویلي چې د دې خدمتونو له بندېدو سره د لرې پرتو سیمو ستونزې زیاتې شوې دي.

دوی وايي که رسېدنه ورته ونه شي، نو دغه روغتیايي ستونزې به يي په خبره لا زیاتې شي.

د دې ولایت روغتیايي مسولین وايي یاد مرکزونه د غزني په لرې پرتو سیمو کې فعال وو، چې له بندېدو وروسته يي ځايي خلکو ستونزې دوه برابره شوې دي.

ورته مهال د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره هلته د ښځو او ماشومانو درملنې بهیر محدود شوی دی.

دوی له دولت غواړي چې یاده برخه کې سمدستي اقدامات وکړي.

خو د عامې روغتیا رییس بیا وايي د نړېوالو له همکارۍ پرته یاده برخه کې نشي کولی په یوازې ځان مخته ولاړ شي.

باید وویل شي چې اوس مهال د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵۰ لوی او کوچني روغتیايي مرکزونه فعال دي چې د ډېری خلکو لومړني او اساسي درملنه پکې کېږي.

Written By
Editor