پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان کلتور او هنر

تخار کې د دولتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ته یو ورځنی سیمنار جوړ شو

تخار کې د دولتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ته یو ورځنی سیمنار جوړ شو
  • Publishedوږی ۲۸, ۱۴۰۴

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوناما دفتر او د خبريالانو خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د امارتي ادارو وياندویانو او خبريالانو ته یو ورځنی سيمينار او د خپل منځي خبرو اترو غونډه جوړه کړه.

په دې يو ورځني سيمينار او د خبرو اترو غونډه کې شاوخوا ۲۰ تنه خبريالانو او د امارتي ادارو وياندویانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي ذبیح الله انصاري وویل: اسلامي امارت د بيان ازادۍ ته د شريعت او اسلامي قانون په چوکاټ کې ژمن دی او ملاتړ يې کوي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د پوځي جګړې تر څنګ کلتوري او رسنیز فعالیتونه د اسلامي امارت له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېدل.

نوموړي زياته کړه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تېرو څلورو کلونو کې له محلي رسنیو ملاتړ کړی او هغوی ته یې د اطلاعاتو د لاسرسي زمينه برابره کړې ده.

همدا راز په دې غونډه کې د یوناما دفتر د عامه پوهاوي مسوول شمس‌الدین حامدي، د یوناما د کندز دفتر مسوول ښاغلی ساموئل او د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول عبدالسمیع خاوري د ویاندویانو او خبريالانو د رول او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او خبريالان يې د حکومت او ولس سترګې او ژبه وبلل.

Written By
Editor