پنج شنبه,۶ ليندۍ ۱۴۰۴
سوداګري

کندهار کې د ۲ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت سړې خونې جوړېږي

کندهار کې د ۲ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت سړې خونې جوړېږي
  • Publishedزمری ۱۶, ۱۴۰۴

د کندهار سیمه ییز مسولین وايي دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (  F A O) په مالي ملاتړ ۱۵ سړې خونې جوړېږي.

د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ویاند محمدحنیف حقمل په خبره یادې سړې خونې به د سبزیجاتو د ساتنې لپاره جوړې شي، چې په خبره يي ټولټال پرې ۲ سوه زره امریکايي ډالر لګښت راځي.

پر وینا يي دا سړې خونې د ژړۍ او خاکرېز په ولسوالیو کې جوړېږي.

زیاتوي پلان لري چې د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ورته اقدمات وکړي، مګر وايي دې برخه کې له مالي ستونزو سره مخ دي او یاد ګام د هغه په قول ایف اې او اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه: ( دغه ۱۵ سړې خونې د کرنې ریاست په هلو ځلو د ایف اې او موسسې په مالې همکارۍ باندې د کندهار په خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو کې د کروندګرو لپاره اماده کیږي او کښته طبقه کروندګر دلته خپل حاصلات په خاصه توګه پیاز وساتې د نرخونو په سمیدو سره یې بازار ته عرضه کړې.)

ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د کندهار ولایت د دفتر تخینکي امر شمس الله رحماني ډاډ ورکوي چې دغه سړې خونې به د هغه په خبره پر اساسي ډول جوړې شي.

زیاتوي د سبزیجاتو د ساتنې پر مهال به د هغه په قول برېښنا ته اړتیا ونه لري.

وايي کروندګر کولی شي، دې سړو خونو کې تر ۲۰ میټریک ټنو پورې سبزجات وساتي.

هغه همدغه راز وویل: ( اوس دلته په لومړیو کې موږ په ژړۍ ولسوالۍ کې صفر انرژۍ لرونکې سړې خونې جوړوو ددغه خونو له جوړیدو څخه زموږ هدف د کوچنیو بزګرانو همایه ده تر څو دوی همایه کړل شې او پدغه ځای کې کروندګر کولای شې چې ۲۰ ټنه پیاز وساتې.)

همدې حال کې د ژړۍ او خاکرېز ولسوالیو کروندګر د یادو سړو خونو په جوړېدو سره خوښي څرګندوي او وايي وړاندې تر به يي سبزیجات د هغوی پر وینا د شوو لګښتونو څخه هم په ټیټه بیه پلورل.

دوی زیاتوي چې سړې خونې به يي د حاصلاتو نرخونه څه نا څه ښه کړي خو له دولت د بازار پیدا کېدو برخه کې هم د مرستې غوښتنه لري.

د یادونې وړ ده چې کندهار د هېواد یو له حاصل خېزه ولایتونو څخه دی او مسولین يي وايي د سبزیجاتو د ساتنې لپاره به د سړو خونو د جوړېدو لړۍ همداسې روانه ساتي. تر څو ټول بزګران ترې برخمن شي.

Written By
Editor