پنج شنبه,۶ ليندۍ ۱۴۰۴
سوداګري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د بېلابېلو اسیايي او افریقايي پانګوالو له مشر سره لیده کاته کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د بېلابېلو اسیايي او افریقايي پانګوالو له مشر سره لیده کاته کړي
  • Publishedزمری ۱۶, ۱۴۰۴

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د قطر، ترکیې او یو شمېر افریقایي هېوادونو د پانګوالو له ریيس دوکتور حیات‌الله عتید او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د دې لیدنې د تایید ترخوا ویلي دواړو خواوو د برېښنا د تولید برخه کې له مختلفو سرچینو څخه د استفادې پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.

خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر له قوله ډاډ ورکړل شوی چې حکومت يي د ټولو هغو پانګوالو ملاتړ کوي چې افغانستان کې پانګونه کوي.

له دې سره ترخوا د انرژۍ او په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید پروژو ته د زمینې په برابرولو او دواړو لورو ته د همغږۍ ناستو پر برابرولو ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو پانګوال راځي، او په یو شمېر برخو کې د پانګونې د چمتووالي یادونه کوي.

Written By
Editor