خوست کې وروستیو سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي
د خوست سیمه ییز مسولین وايي وروستیو سیلابونو او سختو بادونو د دوی په ټکو د یاد ولایت د مرکز ترخوا په ځینو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس دوست محمد هلال وايي د مرکز اړوند په د دویمې ناحیې په وېش مارکیټ سیمه کې دده په قول وروستي سیلاب له امله دوه کسان مړه شوي دي.
زیاتوي په همدې سیمه کې تر ۲۰ زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.
پر وینا يي له دې سره ترخوا د خوست په بېلابېلو سیمو کې ۶۰ کورونه ویجاړ شوي او اوسېدونکي يي د هغه په خبره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلی هلال د زیانونو د تایید ترخوا زیاتوي چې زیان ګالو سیمو او خلکو ته د هغه په قول مرستې چمتو کوي او په دې برخه کې له نړېوالو ادارو سره ګډې هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه: ( تېر ماښام چې مرکز او ولسوالیو کې کوم سیلابونه راغلي و، توپان و باران وشو په مرکز کې یې زیات تاوان اړولی چې، تقریباً له پنځوسو څخه تر شپتو پورې زیانمنې کورنۍ لرو چې په دې کې دوه نفره شهیدان هم لرو.)
له دې سره ترخوا بیا د خوست ولایت مقام هم د پراخو زیانونو د اوښتو یادونه کوي او وايي ځاني زیانونه هم خلکو ته اوښتي دي.

د مرستیال والي محبوب شاه قانت په ټکو د ښار په مربوطاتو کې وروستیو سیلابونو د یو تنکي ځوان په ګډون د هغه پر وینا یوه ښځه هم مړه کړې ده.
وايي مرکز کې د یو شمېر کورونو د ویجاړۍ ترخوا ډېری کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي.
زیاتوي هڅه کوي چې زیان ګالو سیمو ته د هغه پر وینا مرستې ورسوي، مګر په دې برخه کې له نړېوالو د بیړنۍ مرستو غوښتنه کوي.
د خوست ځايي مسولین له نړېوالو او شتمنو هېوادوالو د مرستو غوښتنه داسې مهال کوي چې د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي زیانمنو سیمو ته تللي او وضعیت يي له نږدې څارلی دی.
په همدې لړ کې رحمن الله ګربز هغه خلکو سره لیدلي چې وروستي سیلاب زیانونه وار اړولي دي. هغه له خپله اړخه د بیړنۍ مرستې یادونه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې وړمه شپه خوست کې سختو سیلابونو او چټکو بادونو خلکو ته د مالي زیانونو ترخوا ځاني زیانونه هم اړولي، دولت بیا د مرستې رسولو پخلی کوي.
