د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو کې بزګرانو ته د زعفرانو تخمونه ویشل کېږي
د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفرانو تخمونه د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه ویشل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ به دغه ۷۰ بزګرانو ته چې د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې کرکیله کوي وویشل شي.
ویل شوي یاد تخمونه به نېش، غورک، میانشین، خاکرېز او معروف ولسوالیو کې بزګران ترلاسه کړي.
په همدې اړه د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وویل: ( موږ به دا لړۍ په شفاف ډول مستحق کسانو ته ورسوو. دا د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه ورکوو. ژمن یو چې دې برخه کې لا فعالیت زیات کړو. ځکه اوس مهال کوکنار کښت بند دی او ښه بدیل يي زعفران دي.)
د هغه پر وینا هره ولسوالۍ کې به ۱۴ بزګران یاد تخمونه ترلاسه کړي.

وايي دا مرسته د بزګرانو د هغه په خبره ملاتړ دی او دوی به دوام ورکړي.
زیاتوي: ( دا مرسته د بدیل معیشت پروګرام یوه برخه ده چې موخه یې د کوکنارو پر ځای بدیله کرنه ترویجول، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول، د زعفرانو کرنه پراخول، او همدارنګه د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکي نباتات معرفي کول دي.)
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په بیلابیلو ولسوالیو کې اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو ویشلي دي او مسولین زیاتوي دا لړۍ به همداسې روانه ساتي.
