پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
کلتور او هنر

یو افغان خبریال د هرات-کابل په لاره نیول شوی دی

یو افغان خبریال د هرات-کابل په لاره نیول شوی دی
  • Publishedغبرګولى ۲۹, ۱۴۰۲

د افغانستان خبریالانو مرکز په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د (رضا شهیر) په نوم یو افغان خبریال نیول شوی او د هغه د زر خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
یاد مرکز د شهیر کورنۍ غړو له خولې ویلي چې شهیر تازه له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره له ایران هېواد ته راستون شوی او له هرات ولایت کابل ته په لاره و چې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالی کې نیول شوی دی.

د رضا شهیر ورور، وهاب شهیر تور پورې کړی چې ورور یې د اسلامي امارت ځواکونو لخوا نیول شوی دی خو افغان حکومت تر دې دمه د یاد خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د رضا شهیر پر نیول کېدو خواشیني ښیي او له مسوولینو غواوړي  چې د هغه برخلیک دې زر تر زره مالوم کړي او که نیول شوی وي هغه دې زر تر زره او له کوم شرط پرته راخوشی کړي.

یاد مرکز دا هم ویلي چې شهیر دوه میاشتې وړاندې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي و چې د اسلامي امارت له لوري د دوه ځلې نیول کېدو وروسته هېواد پریږدي او ایران ته کډه کیږي.

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *