ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي د بې کارۍ شکایت کوي
له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي وايي بې کارۍ اندېښمن کړي دي او دې چارې يي ژوند ور ګډ وډ کړی دی.
وايي سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې کاري تجربې لري، مګر زیاتوي دې سره سره هم د کاري بوختیاوو پیدا کول ورته سخت دي.
پر وینا يي که دولت ورسره همکاري وکړي لرې نه ده چې کاري بوختیاوې به ورته پیدا او له دې نامعلوم حالت به د دوی په خبره راووځي.
له دې ډلې ایران څخه تازه راستون شوي شاهدالله هوتک له موج نیوز سره خبرو کې وویل: ( سخته ده، زما کسب هم زده دی. خو کار نشته، څه وکړو. کورنۍ کې ۱۱ تنه لرم. دا وضعیت خپه کوونکی دی دولت باید له موږ سره همکاري وکړي تر څو له دې بد وضیت ووځو.)
دلته یوازې له ایران راستانه شوي له بې کارۍ شکایت نه لري، بلکې له ګاونډي پاکستان راغلي هم له ورته وضعیت سر ټکوي.
له دې هېواد افغانستان ته راستون شوی احمدزی چې اوس مهال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ژوند شپې او ورځې تېروي د بې کارۍ څخه اندېښمن دی.
ښاغلي احمدزي موج نیوز ته زیاته کړه: ( پاکستان کې موږ که څه هم خښتې اچولې خو کار خو وو، اوس کار نشته. هماغه چې راتلو یو څه نغدي کومک وشو، نور هیڅ نشته. باید دولت همکار شي، دې وضعیت کې ځکه موږ به څه وکړو، اوس زه خښتې اچولی شم مګر دلته دا کار هم نشته.)
دوی له دې ستونزې سره داسې مهال مخ دي چې افغانستان ته د روان کال له پیل تر اوسه ۲،۱ میلیون افغانان راستانه شوي او دې حالت هېواد کې د بې کارۍ کچه چې له وړاندې پورته وه، نوره هم زیاته کړې ده.
ملګري ملتونه وايي تازه راستنو شوو د افغانستان په وضعیت منفي اغیز کړی دی. ځکه دا هېواد لا له وړاندې له بشري ناورین سره مخ وو.

د دې سازمان په راپور کې ویل شوي: ( د اپریل له لومړۍ د جولای تر ۳۰مې له ایرانه ۱.۴ میلیونه افغانان او له پاکستانه څه باندې ۳۰۳ زره افغانان راستانه شوي دي. په ټولیزه توګه، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه ۲.۱ میلیونه افغانان خپل هېواد ته راغلي دي. له سختو حفاظتي او لومړنیو اړتیاو سره سره، په افغانستان کې بشري وضعیت د مالي سرچینو له سخت کمښت سره مخ دی او د روان کال لپاره د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیونه ډالرو له بودیجې یوازې ۲۴ سلنې ترلاسه شوې ده.)
د یادونې وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي د تازه راستنوو شوو له ډلې يي حرفوي کسان راجسټر کړي او ژر به يي د دندو اخیستو په موخه اړوندو بنسټونو ته معرفي کړي.
