پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
ساینس او ټکنالوجي

کندز کې د سلام مخابراتي شبکې ۶ سایټونو په فعالیت پیل وکړ

کندز کې د سلام مخابراتي شبکې ۶ سایټونو په فعالیت پیل وکړ
  • Publishedلړم ۱۶, ۱۴۰۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي، په کندز کې د سلام مخابراتي شبکي ۶ سایټونه فعال او ګټي اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چې د اترا ادارې د پلان پر اساس د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي اسانتیاوو د چمتو کولو په موخه د ( ټي، ډي، اف) لسمې پروژې له لاري په کندز کې ۱۳ سایټونه په نظر کې نیول شوي وو، چې له جملې یې شپږ د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ګټي اخستنې ته وسپارل شول او د پاتي اوو نورو سایټونو د جوړولو چاري رواني دي چې په نږدې راتلونکي کې به هغه هم ګټي اخیستني ته وسپارل شي او ورسره به په دې برخه کې د یادو سیمو اوسېدونکو ستونزي حل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په ګڼ شمېر محرومو سیمو کې مخابراتي اسانتیاوي برابري شوي او همدا راز د هېواد په هغو سیمو کې چې یادې اسانتیاوي نه لري، ۵۱۰ نور مخابراتي سايټونه ورته نظر کې نیول شوي چې یو شمېر یې ګټي اخیستنې ته سپارل شوي او پرځینو یې لاهم کارونه روان دي.

Written By
Editor