کابل کې د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر او بلیارد ملي فدراسیون له لوري کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
دې سیالیو ته له ۲۰ ولایتونو څخه ۱۷۰ ورزشکاران راغلي او د کابل نوي ښار (شهرنو) په وي ای پي (vip) او وي ای پي پلس کلبونو کې به سیالۍ ترسره کړي.
دوی به په درې کټګوریو ځوانان، نوي ځوانان او ماسټرانو کې سیالۍ وکړي، چې په پايله کې به يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۴ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د ماسټرانو له کټګورۍ ۱۰ تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه ورزشکاران کېږي، د سنوکر ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
یادې لوبې د المپیک، بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست د مسولینو په شتون کې پیل شوې.
د یادونې وړ ده چې یادې لوبې د سنوکر ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره کېږۍ او تمه شته ۶ ورځې به دوام وکړي.