کابل کې د دودیزې تکواندو د غوراوي نهم پړاو سیالۍ پیل شوې

کابل کې د دودیزې تکواندو د غوراوي نهم پړاو سیالۍ د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د دودیزې تکواندو فدراسیون (ITTAF) مشر ګلاجان وفا ویلي یادو سیالیو ته له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۳۰ لوبغاړي راغلي دي، چې په خبره يي ۵ ورځې به دوام وکړي.
وايي له دې سیالیو يي موخه دودیزې تکواندو لوبډلې ته د لوبغاړو موندل او د یادو لوبغاړو د ظرفیت لا لوړول دي.
په خبره یي دا لوبې په درې سني ګټکوریو (ځوانان، نوي ځوانان او تنکي ځوانانو) کې ترسره کېږي.
زیاتوي د یادو سیالیو په پای کې به ۳۰ ځونان د دودیزې تکواندو ملي لوبډلې لپاره وګمارل شي.
هغه وویل: «له دې څخه موږ ۳۰ ځوانان د ملي لوبډلې لپاره راباسو. دا ډول سیالۍ په دې موخه دي چې لوبډلې ته تکړه او پیاوړي لوبغاړي راشي او هم د نورو لوبغاړو ظرفیت لا پسې لوړ شي موږ به هڅې کوو چې د دودیزې تکواندو لوبډلې توانايي لا لوړه شي.»
ورته مهال دې لوبو ته راغلي لوبغاړي هم خوښ دي او وايي یادې سیالۍ به يي په لوبیز ژوند ښه اغیز وکړي. زیاتوي په همدې سره يي استعداد نورو ته څرګندېږي او هم به يي توانايي رنګ راوړي.
دوی د دودیزې تکواندو فدراسیون له مسولینو غواړي چې ورته سیالۍ لا پسې زیاتې کړي ترڅو د یادې لوبې ټول لوبغاړي ترې ګټه پورته کړي.
دودیزه تکواندو یو کوریايي جنګي هنر دی، چې ډېر تمرکز پکې د لاس پښو په چټکو او مختلفو حرکتونو باندې کېږي.
د افغانستان دودیزې تکواندو لوبډلې په اسیايي او نړېوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ګنې لاسته راوړنې هم لري.