کابل کې د ایران سفیر وايي په روغتیايي برخه کې همکارۍ ته چمتو دي

په کابل کې د ایران سفیر علي رضاء بیکدلي وايي روغتیايي برخه کې مرستو ته چمتو دي، او په خبره يې شته همکارۍ به لا پسې پراخې کړي.
هغه دا څرګندونې د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره په کتنه کې کړې دي.
له دې سره ترخوا یاده لیدنه کې د افغان روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، عمومي روغتونونو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل افشار او بامیان ولایت کې جوړیدونکو روغتونونو د چارو پر څرنګوالي، سرطان او ځینو نورو مهمو طبي برخو کې د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړونې خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې لیدنې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د چارواکو ترخوا ځینې نورو مهمو دولتي مسولینو هم برخه لرله.