کابل کې اوس مهال د عطرونو او خوشبو بازار ښه شوی دی

خبریاله: هوسۍ صافۍ
کابل کې اوس د عطرونو او خوشبو کاروبار ښه شوی، او ډېری خلک يي د اخیستلو لپاره ځانګړو مارکیټونو ته ورځي.
دا د ښار په زړه کې د داودزي مارکیټ دی، چې په پلازمینه کې د عطرونو او خوشبو د پیر او پلور له ځانګړو ځایونو څخه دی.
هټۍ وال يي خوښ دي، او وايي له وړاندې يي بازار ښه شوی دی. دوی زیاتوي په دې مارکیټ کې هر ډول عطرونه موندل کېږي، چې ډېری يي د هند، پاکستان، دبۍ او د فرانسې هغه دي او خلک يي ډېر خوښوي.
هټۍ وال نصرالله وویل: «دلته هر ډول عطر شته. فرانسوي، دبۍ، هند او پاکستان هغه ډېر اخیستل کېږي. بازار هم ښه شوی دی. زموږ چاره روانه ده، که خدای کول وضعیت به لا پسې نور هم سم شي. همدا ښه کاروبار دی بس روان به وي موږ لا ورته خوښ یو.»

د اخترونو، ودونو او ځینو نورو ځانګړو ورځو لپاره په هېواد کې خلک عطر اخلي، او استعمالول يي اوس د افغانانو یو دودیز فرهنګ ګرځېدلی دی.
حشمت الله خپل کاروبار ته خوښ دی، او زیاتوي ورځنۍ چاره يي پرې روانه ده. دده په خبره افغانستان کې عربي (دبۍ) عطرونه ډېر مینوال لري، او هم يي د خرڅلاو بازار ښه دی.
هټۍ وال حشمت الله موج نیوز ته زیاته کړه: «بس یوه چاره مو روانه ده. عطرونه مینوال لري خو ډېر يي ځوانان اخلي. د خرڅلاو بازار يي هم ښه دی، افغانستان کې خو عربي سره زر هغه دبۍ والا ډېر اخیستل کېږي.»
بل خوا هغه کسان چې دې بازار ته د عطرونو د اخیستلو په موخه راځي، له کیفیت يي خوښ دي او وايي اوس مهال ځوانان تر نورو ډېر عطر خوښوي او همدوی يي ډېر اخلي.
د عطرونو پیرېدونکي احمد قاسم موج نیوز ته وویل: «هو کیفیت یي ښه دی، ځوانان يي ډېر اخلي مخکې دومره مروج نه وو، اوس زیات رواج شوي دي. دلته خو د عطرونو اخیستلو په موخه چې موږ وینو ځوانان ډېر راځي.»
افغانستان چې ډېری وګړي يي غریبکاره ژوند لري، د عطرونو او خوشبو اخیستل پکې د ځانګړو ورځو پر مهال ډېر پیرېدونکي لري. مګر دې بازار کې يي هټیوال وايي له ځانګړو ورځو پرته يي هم چاره روانه ده او د عطرونو پیرېدونکي که زیات نه دي خو څه نا څه شته او د دوی د ژوند بیړۍ يي روانه ساتلې ده.