ډاګټر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي سره کتلي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره لیده کاته کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه یزو همکاریو او پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې. همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه هم بحث وشو.
ډاکټر محمد نعیم وویل، افغانستان او چین دوه تاریخي ګاونډیان دي چې ګڼ مشترکات لري. نوموړي د چین د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې ا.ا د متقابل احترام او تعامل پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه ویلي اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
ډاکټر نعیم د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو وویل، له تېرو څلورو کلونو راهیسې پاکستان د اسلامي امارت حوصله ازموي، تر دې چې اسلامي امارت ځوابي اقدام ته اړ شو. هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت ثابت او اصولي دریځ دا دی چې”د هرې ستونزې حل په خبرو او تفاهم کې نغښتی دی.”
د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ هم د چین له لوري د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ارزښتونو د درناوي ډاډ ورکړ. نوموړي څرګنده کړه چې چین غواړي له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې لا پیاوړې کړي.
یوشیاو یونګ زیاته کړه، چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او د دې موخې لپاره د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.