ډاکټر ملا عبدالواسع؛ د یوناما د سیاسي څانګې له مشر سرهلیدنه ترسره کړې

شنبه,۲۱ تله ۱۴۰۳
خبریال: نجیب الله درویش
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس د یوناما د سیاسي څانګې له مشر سره په کتنه کې وویل، نړۍ باید د اسلامي امارت بېلابېل پرمختګونه او لاسته راوړنې له نږدې وګوري.
یاد خبر د ارګ له لورې خپور شوی، خبر زیاتوي ډاکټر ملا عبدالواسع د د یاد ریاست د دفتر رییس د یوناما له سیاسي مرستیال سکاټ سمیت سره په ارګ کې لیدنه کړی.
په دې کتنه کې سکاټ سمیت د سرپرست حکومت لاسته راوړنو ته په اشاري سره ووویل، چې په دې برخه کې یې خپل پیغام نړیوالو ته رسولی او هڅه به وکړي چې د ملګرو ملتونو په غونډو کې هم په افغانستان کې شوي پرمختګونه منعکس کړي. او د اسلامي امارت پیغام تر یادو بنسټونو ورسوي.
د یوناما د سیاسي څانګې مشر وویل، دوی هڅه کوي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو له لارې مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته کړي او د بحث وړ مسلو لپاره اساسي حل لارې ولټوي.
دریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په دې ناسته کې د یوناما له مثبتو هڅو د مننې تر څنګ زیاته کړه، هغه نړیوالې غونډو ته چې د اسلامي امارت مشرانو ته بلنه پکې ورکړل شوې وه. ګډون ګټور وباله او ویي ویل . “موږ تل چمتو یو چې د مهمو مسلو په اړه د خبرو اترو له لارې د نظرونو تبادله وکړو. »
ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه چې د مثبت تعامل، همغږۍ او تفاهم له لارې ستونزو ته د حل لارې موندلی شو او له دې لارې کولو شو مثبت پیغامونه سره شریک کړو.
دده په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت هیوادوالو ته د هوساینې او خدماتو د وړاندې کولو، د ملي امنیت د تامین، د نشه یي توکو په مخنیوي، اقتصادي پراختیا، د انکشافي پروژو د تطبیق او نورو برخو کې پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، چې باید یادونه یې وشي
ډاکټر ملا عبدالواسع وويل چې نړۍ بايد دافغانستان داسلامي امارت بيلابيلې پرمختياوې او لاسته راوړنې له نږدې وګوري او د وړو وړو مسايلو څخه چې له حقيقتونو لرې دی د انعکاس پر ځاى له شته واقعيتونو ځان خبر کړي.