جمعه,۲ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

پکتیکا کې د ۹۵ میلونه افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړېږي

پکتیکا کې د ۹۵ میلونه افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړېږي
  • Publishedتله ۲۵, ۱۴۰۴

د پکتیکا ځايي مسولین وايي دې ولایت کې د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت سره د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې دي. دغه سړه خونه په مرکز ښرنه کې جوړېږي.

د یاد ولایت د والي مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي دغه سړه خونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ ۱ نیم کال کې جوړېږي.

وايي دا پکتیکا یو کرنیز ولایت دی او په خبره يي د کروندګرو ډېری سبزیجات د مناسب بازار نشتون له امله خرابېږي. په خبره يي له دې سره به یاده ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

ویل شوي دغه سړه خونه د یاد ولایت په مرکز کې پر ۲۵ جريب ځمکه جوړېږي چې د سړې خونې تعمير، سړک، د موټرو تمځای او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

چارواکي وايي هڅه کوي تر څو دې ولایت ته پام زیات کړي ځکه په خبره يي تېر ورته لازم خدمتونه نه دي ترسره شوي.

ورته مهال مراسمو ته د وینا پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو او طبیعي سرچینو مرستیال بازمحمد فیضان ویلي اوس مهال د هېواد په ډېری ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو پلان شته.

پر وینا يي اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ سړو خونو جوړولو چارې عملاً دوام لري.

د یادونې وړ ده که یادې سړې خونې جوړې شي نو ورسره به له ۱۰۰ تر ۶۰۰ ټنو پورې د تازه میوو د ځایولو مناسب ځایونه پیدا او خوندي به شي.

Written By
Editor