جمعه,۲ لړم ۱۴۰۴
امنیت او جرمونه

په کندهار کې ۱۶۹ لرغوني اثار نیول شوي.

په کندهار کې ۱۶۹ لرغوني اثار نیول شوي.
  • Publishedتله ۲۳, ۱۴۰۳

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۶۹ لرغوني اثار او کتابونه نیول شوي.

دغه خبر د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو له لورې خپور شوی.

د یاد خبر له مخې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیول شوي ۱۶۹ لرغوني اثار او کتابونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ځاي پر ځاي شوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند رسنیو ته ویلي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۵۶ نوي او تاريخي قلمي او چاپي کتابونه او ۱۳ قلمه بېلا بېل اوسپنیز آثار نیول شوي و، چې د مسوولینو په شتون کې د کندهار موزیم ته سپارل شوي او تر ثبت او تشخیص او بیارغونې وروسته به نندارې ته وړاندې شي.

Written By
Editor