پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
ساینس او ټکنالوجي

په هېواد کې د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره ۵۵۰ نوي سایټونه جوړېږي

په هېواد کې د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره ۵۵۰ نوي سایټونه جوړېږي
  • Publishedمرغومی ۳, ۱۴۰۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په هېواد کې د ټي ډي اېف لسمې پروژې له لارې د ۵۵۰ نویو مخابراتي سایټونو جوړېدو کار روان دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي وايي، تر دې دمه ۵۴ سایټونه د ۱۴ ولایتونو په محرومو سیمو کې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

خلک د دې پرمختګ هرکلی کوي او د مخابراتي شبکو پراختیا د لرو پرتو سیمو لپاره ګټوره ګڼي.

د کابل اوسېدونکي وايي، چې دا سایټونه به خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اترا اداره وایي، په ټول هېواد کې د ۸ زره مخابراتي سایټونو له فعالېدو سره د خدماتو د ښه والي لپاره هڅې روانې دي.

Written By
Editor