په هرات کې د پیام نور په نوم هنري نندارتون جوړ شوی

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د “پیام نور” په نوم یو هنري نندارتون جوړ کړی، چې په کې د نقاشۍ، خطاطۍ، تذهیب او نورو برخو ۷۵ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د ۴۰ غوره استادانو له لوري چمتو شوی او د صلاح الدین سلجوقي په علامه سالون کې د صنعت او کانونو خونې او د کابل فولاد شرکت په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي وایي، چې هرات د اصیلو هنرونو د پرمختګ په لور روان دی او د هنرمندانو د ملاتړ لپاره به هڅې دوامداره وي.