په ننګرهار کې د نرګس ګل دوديزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍ مملې په تاریخي بڼ کې نن د نرګس ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه.
چې په یاده مشاعره کې شاعرانو، فرهنګپالو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د مشاعرې ترڅنګ د خوږیاڼو ولسوالۍ دوو کورنیو ترمنځ ۵۰ کلنه شخړه د قومي مخورو او ځايي علماوو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
دواړو کورنیو یو بل ته غاړې ورکړې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د وروڼو په څېر ژوند کوي.