پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان ساینس او ټکنالوجي

په فراه ولایت کې د نوري فایبر شبکې فعالېدو سره د انټرنټي خدماتو کیفیت ښه شوی

په فراه ولایت کې د نوري فایبر شبکې فعالېدو سره د انټرنټي خدماتو کیفیت ښه شوی
  • Publishedکب ۱۴, ۱۴۰۳

د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي چې په دې ولایت کې د نوري فایبر شبکې فعالېدو سره، خلکو ته انټرنټي اسانتیاوې لا ډېرې شوې دي.

د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا عبدالمجید ابوذر ویلي چې د دې شبکې فعالېدو په مرسته د فراه ښار او اړوند ناحیو اوسېدونکو ته چټک او باکیفیته انټرنټ برابر شوی او د انټرنټ وېش بهیر کور په کور روان دی.

د فراه ولایت اوسېدونکي د دې پرمختګ هرکلی کوي او څرګندوي چې د نوري فایبر شبکې فعالېدو سره، د انټرنټي خدمتونو کیفیت ښه شوی او ګڼې اسانتیاوې یې رامنځته کړې دي.

Written By
Editor