په غزني او میدان وردګو کې ترافیکي پېښو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له امله یې ۱۰ کسه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وایي، چې د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره، د شنیز درې په سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دوهمه پېښه په غزني ولایت کې رامنځته شوې ده. امنیتي چارواکي وایي چې تېره ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده، او یوازې په تېرو څو میاشتو کې لسګونو کسانو ته په دغو پېښو کې مرګژوبله اوښتې ده.
باور کیږي که چېري د لویو لارو موټر چلوونکي د ترافیکي اصولو رعایت ونکړي او احتیاط ونه کړي، نو د ترافیکي پېښو کچه به لا نور هم زیاته شي.