پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
افغانستان

پاکستان سره شوې هوکړه ټوله رسنیزه شوې ده

پاکستان سره شوې هوکړه ټوله رسنیزه شوې ده
  • Publishedتله ۳۰, ۱۴۰۴

د ملي دفاع وزارت ویلي په دوحه کې د افغانستان او پاکستان د اوربند په اړه د شوې هوکړې ټول جزییات رسنیز شوي دي.

دې وزارت رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي د یادې هوکړې په اړه ټول معلومات د مولوي محمد یعقوب مجاهد له لورې په ویډیوي شکل د هېوادوالو سره شریک شوي دي.

د ملي دفاع وزیر بیا څو ورځې دمخه په یو ویډیوې بیان کې اوربند، د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو برید نه کول او متقابل احترام له پاکستان سره د شوې هوکړې موارد یاد کړي وو.

Written By
Editor