پاکستان سره د خبرو لپاره نن د اسلامي امارت یو پلاوی دوحې ته ځي

بهرنیو چارو وزارت کې یوه باخبره سرچینه وايي ټاکل شوې ده، چې د پاکستان سره د روانو کشالو د حل او اوربند د دوام لپاره نن د اسلامي امارت یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي.
دې سرچینې کره کړې نه ده، چې یاد پلاوی کې به د حکومت کوم چارواکي شامل وي. مګر دا ویل شوي چې څو شېبو کې به د دوحې پر لور حرکت وکړي.
دا پلاوی وروسته له هغې د قطر پلازمینې دوحې ته استول کېږي، چې پاکستان له افغانستان څخه وغوښتل تر څو د روانو کشالو د حل په موخه ورسره مخامخ خبرې وکړي.