پاکستان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي، که نه تاوان به یې خپله ويني

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمدنبي عمري پاکستان ته جدي خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي روان بهیر دې ژر تر ژره پای ته ورسوي، د عقل او تدبیر دې کار واخلي، که نه نو دا کړکېچ به د پاکستان په زیان تمام شي.
ښاغلي عمري ویلي، چې افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راپدېخوا له جنګ، تاوتریخوالي او بهرني مداخلې سخت ځپل شوی، او تجربه یې کړې چې جګړې نه یوازې انساني تلفات رامنځته کوي، بلکې اقتصاد له منځه وړي، یتیمان او کونډې زیاتوي او ټولنه ګډوډوي.
نوموړي همداراز تور پورې کړی، چې د پاکستان نظامي رژيم خپلواکه پرېکړې نه لري، بلکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر عمل کوي، او همدا لاسوهنې د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
عمري ټینګار کړی، چې د سولې، ثبات او ښه ګاونډیتوب یوازینۍ لار د تاوتریخوالي پرېښودل او د متقابل درناوي پالل دي.