پنج شنبه,۶ ليندۍ ۱۴۰۴
افغانستان

پاکستاني حکومت د (پي او ار ) کارټ لرونکوافغان مهاجرو د وتلو موده غځولې ده

  • Publishedزمری ۱۶, ۱۴۰۴

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د پي او ار  ( POR) کارټ لرونکو د وتلو موده چې پوره شوې وه د راتلونکي سیپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې غځولې ده.

څه باندې یوه اونۍ دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د پي او ار کارټ لرونکو په ګډون دې هېواد کې د میشتو بهرنیو وګړو د وتلو ضرب الاجل د تېرې جون میاشتې په ۳۰ مه پوره شوی دی.

وزارت خبرداری ورکړی وو، که په خپله خوښه غیرقانوني کډوال دا هېواد پرېنږدي، وبه نیول شي.

مګر تازه د دې هېواد رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې حکومت دې هېواد کې میشت پي او ار کارټ لرونکو افغانانو ته یوه میاشت نور فرصت هم ورکړی تر څو په خپله خوښه ستانه شي.

دغه راز د حکومت د چارواکو له قوله ویل شوي چې په ټاکلې موده کې به پي او ار کارټ لرونکو افغانان سره هیڅ بد چلند نه کېږي او په عین وخت کې دا خبره هم شوې چې د ستنېدو بهیر کې به یو شمېر اسانتیاوې ورته برابرې شي.

له دې سره ترخوا چاراکو د ګوتڅنډنې په ډول ویلي که یاده موده کې ونه وځي پر وړاندې به يي جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومت دا ګام داسې مهال اخلي چې له دې هېواد اوس مهال ډېری افغانان په جبري ډول ستنېږي، او له دې سره سره ایران څخه هم د کډوالو د راتګ بهیر ګړندی شوی دی.

ملګرو ملتونو د دې هېواد په ورستۍ پرېکړه اندېښنه ښودلې او دا يي د پاکستاني حکومت له هغه ژمنو تېرېدل یاد کړي چې د دې سازمان سره يي کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د یاد سازمان عالي کمیشنري ( یو این ایچ سي ار) وايي دوی دا ډول پرېکړې اندېښمنوي او په عین وخت کې د هغو ژمنو څخه د پاکستان تېرېدل ور یادوي چې ورسره يي کړي دي.

باید وویل شي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پخلی کړی وو چې تېرې جون میاشتې کې د افغان پي او ار کارټ لرونکو د اوسېدو موده دې هېواد کې بشپړېږي او له خپل اړخه يي د چمتووالي ډاډ ورکړی وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د پي او ار  ( POR) کارټ لرونکو د وتلو موده چې پوره شوې وه د راتلونکي سیپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې غځولې ده.

څه باندې یوه اونۍ دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د پي او ار کارټ لرونکو په ګډون دې هېواد کې د میشتو بهرنیو وګړو د وتلو ضرب الاجل د تېرې جون میاشتې په ۳۰ مه پوره شوی دی.

وزارت خبرداری ورکړی وو، که په خپله خوښه غیرقانوني کډوال دا هېواد پرېنږدي، وبه نیول شي.

مګر تازه د دې هېواد رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې حکومت دې هېواد کې میشت پي او ار کارټ لرونکو افغانانو ته یوه میاشت نور فرصت هم ورکړی تر څو په خپله خوښه ستانه شي.

دغه راز د حکومت د چارواکو له قوله ویل شوي چې په ټاکلې موده کې به پي او ار کارټ لرونکو افغانان سره هیڅ بد چلند نه کېږي او په عین وخت کې دا خبره هم شوې چې د ستنېدو بهیر کې به یو شمېر اسانتیاوې روته برابرې شي.

له دې سره ترخوا چاراکو د ګوتڅنډنې په ډول ویلي که یاده موده کې ونه وځي پر وړاندې به يي جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان حکومت دا ګام داسې مهال اخلي چې له دې هېواد اوس مهال ډېری افغانان په جبري ډول ستنېږي، او له دې سره سره ایران څخه هم د کډوالو د راتګ بهیر ګړندی شوی دی.

ملګرو ملتونو د دې هېواد په ورستۍ پرېکړه اندېښنه ښودلې او دا يي د پاکستاني حکومت له هغه ژمنو تېرېدل یاد کړي چې د دې سازمان سره يي کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د یاد سازمان عالي کمیشنري ( یو این ایچ سي ار) وايي دوی دا ډول پرېکړې اندېښمنوي او په عین وخت کې د هغو ژمنو څخه د پاکستان تېرېدل ور یادوي چې ورسره يي کړي دي.

باید وویل شي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پخلی کړی وو چې تېرې جون میاشتې کې د افغان پي او ار کارټ لرونکو د اوسېدو موده دې هېواد کې بشپړېږي او له خپل اړخه يي د چمتووالي ډاډ ورکړی وو.

Written By
Editor