هېواد کې راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ پیلیږي
د پولیو فري افغانستان بنسټ وايي راتلونکې دوشنبې به هېواد کې د پولیو ضد واکسین لړۍ پیل شي چې له ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته به تطبیق شي.
خو یاد بنسټ په دې اړه نور جزءیات نه دي ورکړي چې په کومو ولایتونو کې به ترسره شي.
لا تر اوسه د عامې روغتیا وزارت هم په دې اړه کوم خبر نه دی ورکړی.
د روغتیا د نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۹ د پولیو وېروس پېښې ثبت شوې وې، چې دا د وړ کال په پرتله ټېټه کچه ده.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وېروس شته.
اسلامي امارت وايي د یاد وېروس لمنځه وړلو ته ژمن دي او په دې برخه کې به اړین ګامونه واخلي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دې تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د پولیو پېښې کمې شوې دي او تمه شته چې یاد وېروس لمنځه ولاړ شي.
