پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
امنیت او جرمونه

هرات کې د ۳ میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیول شوې ده

هرات کې د ۳ میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیول شوې ده
  • Publishedتله ۱۴, ۱۴۰۴

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي هرات کې يې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیولې ده.

هغه په ایکس یو بیان کې ویلي چې یاده میرمن د هرات د پولیسو له لورې نیول شوې، او اوس مهال ترې لومړني تحقیقات روان دي.

زیاتوي یادې شځې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

پر ایکس دې خپور کړي بیان کې لیکل شوي: «یوه ښځه څه د باندې د درې ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه. د هرات پوليس ځواکونو له لوري يوه ښځه څه باندې د درې ميليونو افغانيو د غلا په تور ونيول شوه چې نوموړې په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی او دوسيه به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.»

ویل شوي ترلاسه شوې پیسې بېرته خپل اصلي څښتن ته سپارل شوې دي.

خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

Written By
Editor