هرات او سمنګان کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي

د سیمه ییزو مسولینو پر وینا هرات او سمنګان کې دوه کسان د قتل په تور نیول شوي دي.
د سمنګان د امنیې قومندانۍ د ویاند حشمت الله رحماني وايي امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی دی، چې خپل ۱۳ کلن زوی يي وژلی وو.
وايي د حضرت سلطان په نوم دغه کس یوه میاشت دمخه له کورنۍ څخه خلم ولسوالۍ ته د خپل زوی سره تللی وو، چې د اقتصادي ستونزو له امله يي ۱۳ کلن زوی وژلی دی.
نوموړي زیاته کړه: «د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د کورنیو ستونزو له امله شاوخوا یوه میاشت مخکې له خپلې کورنۍ تللی و او له خپل ۱۳ کلن زوی سره د خلم ولسوالۍ په یوه کلي کې اوسېده.»
پر وینا يي نوموړي د خپل زوی جسم هم ښخ کړی وو چې وروسته د امنیتي ځواکونو په هڅو سره پیدا شوی او هغه يي نیولی دی.
له دې سره ترخوا یاد کس ځینې نور عام کسان هم زورولي دي، چې امنیتي مسولینو ته ترې شکایتونه شوي دي.
وايي دی اوس د پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپیژندل شي.
ورته مهال په هرات کې هم یو کس نیولی شوی چې په قطر تورن وو.
دا شخص د هرات ښار اړوند د اتمې حوزې امنیتي مسولینو نیولی چې اوس مهال ترې لومړني تحقیقات روان دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ورته پېښې زیاتې شوې دي او امنیتي مسولین وايي د وضعیت کنټرول لپاره به خپلې هڅې دوه برابره کړي