نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیل کېږي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله نن د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلوي.
کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي چې د کابل پر وخت به نن ماښام اوه بجې لومړنۍ سیالۍ پیل شي.
دا لوبې د متحده عرب اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دوهمه لوبه بیا سبا د جمعې په ورځ او دریمه هغه د راتلونکې یشکنبې په ورځ کېږي. له دې سره ترخوا ویل شوي د اکټوبر په ۸ مه، ۱۱ مه او ۱۴ مه نېټه به دواړه لوبډلې یو د بل پر وړاندې ۵۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له دې سفر وروسته زیمبابوي ته ولاړه شي، او هلته به ټیسټ او شل اوریزې سیالۍ وکړي.
تر اوسه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ۱۲ شل اوریزې لوبې ترسره شوې دي، چې ۷ افغانستان او پاتې ۵ بیا بنګله دېش ګټلي دي او دا يي ۱۳ مه سیالۍ ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاکر علي تېره ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې راڅرګند شول.
دواړو لوبډلمشرانو دې لوبو ته پوره چمتووالی وښود او د بشپړۍ تیارۍ یادونه يي وکړه.
خو د زیمبابوي پر وړاندې به افغان لوبډله د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه ټیسټ او دغه راز به د همدې میاشتې په ۲۹ مه شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي.
مګر هراره کې له ۴ کلونو ځنډ وروسته لومړنۍ تیسټ سیالۍ کېږي.
تر دې دمخه افغانستان او زیمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه، خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پیلېدونکې ده چې افغان لوبډلې ته يي د روان اسیا کپ سیالیو کې ماتې ورکړې وه.