پنج شنبه,۱ لړم ۱۴۰۴
روغتیا

ننګرهار کې د سرطان د درملنې لپاره روغتیایي خدمات پيلېږي

ننګرهار کې د سرطان د درملنې لپاره روغتیایي خدمات پيلېږي
  • Publishedتله ۳, ۱۴۰۴

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ننګرهار ولایت د سرطاني ناروغیو تخصصي روغتون ډېر ژر خپل فعالیت پیلوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس، مولوي امین شریف، د روغتیا نړیوال سازمان له استازي، ډاکتر نصیر احمد دراني سره په لیدنه کې ویلي، چې یاد روغتون اوس مهال ودانۍ او مسلکي پرسونل لري، خو د طبي تجهیزاتو او عصري وسایلو له کمښت سره مخ دی.

 د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر دراني ډاډ ورکړی چې د WHO  له لوري به په نږدې راتلونکي کې یاد روغتون تجهیز شي او په تدریجي ډول به ورته روغتیايي خدمات پیل او پراخ شي.

د دغه روغتون د فعالېدو سره به د ختیځ زون د سلګونو هغو ناروغانو ستونزې راکمې شي، چې د درملنې لپاره نورو ولایتونو یا هېوادونو تګ ته مجبوریږي.

Written By
Editor