ننګرهار کې د سرطاني ناروغیو پنځوس بستریز روغتون فعالیت پیل کړ
د ننګرهار ولایت سیمه ییز تخصصي روغتون په ساحه کې د سرطاني ناروغیو پنځوس بستریز روغتون مسلکي ډاکټرانو او اړینو امکاناتو په درلودلوسره پرانیستل شو.
د یاد روغتون د پرانستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د ننګرهار مرستیال والي عزیز الله مصطفی، د علماوو شورا رییس حضرت جان حنفي، د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله او نورو مسولینو ګډون کړی وو.
په ورته مهال د دې ولایت په حوزوي روغتون کې د ICU وارډ له لس بستریز څخه شل بستریز ته او دغه راز په فاطمته الزهرا ولایتي روغتون کې د OPD څانګې ودانۍ ګټې ته سپارل شوي دي.
مسولینو همدا راز د ننګرهار ولایت نفوس ته په کتو په روغتیایي اړتیاوو بحثونه کړي او په دې برخو کې د ګډو هڅو ژمنې کړې دي.
