نقیب الله احمدي د مثبتو اړیکو د پراختیا په پار د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي سره کتنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،چې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزير مشاور داتو احمد اعظم سره خپل کاري دفتر کې په ګڼو مسایلو بحث او خبرې کړي.
خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي، چې په یاده ناسته کې دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو درلودلو د پراخوالي او دوام په موخه بحث او خبرې اترې شوې دي.
خبرپاڼه همدارنګه څرګندوي، چې مالیزیا ته د معارف وزارت د مسولینو په سفر کې د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون دولتي مسولینو سره د لیدو کتو په موخه هم بحث شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یادې کتنې په اخر کې د دواړو هېوادونو د شریکو ګټو په پام کې نیولو سره د مثبتو اړیکو د غښتلتیا او دوام هيله ښودلې.