ناټو په اروپا کې بې ساري پوځي تمرینات پیل کړل

د ناټو ۲۵ غړو هېوادونو دغه ګډ پوځي هوایي تمرینات چې تېره ورځ (غبرګولي ۲۲مه) پیل شول د یاد پوځي سازمان په تاریخ کې تر ټولو ستر هغه دي.
په دې مانورونو کې به د ناټوغړو هېوادونو ۲۵۰ جنګي الوتکې ګډون کوي، چې یوولس ورځې به دوام وکړي.
یادو تمریناتو ته چې امریکا خپلې سل جنګي الوتکې ورلیږلي د جرمني په مشرۍ ترسره کیږي او د ۲۳ هوایي مدافعینو نوم ورکړل شوی دی.
دغو پوځي تمریناتو لپاره له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا چمتووالی روان و او په پام کې ده چې په لړ کې لس زره پوځیان مانورونه ترسره کړي.
د ناټو سازمان په وینا یادو پوځي مانورو کې برخه وال هېوادونه د کړکیچه ډک وخت لپاره او د بې پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو پر وړاندې د خپلې جغرافیې ساتنې روزنه ترلاسه کوي.
د جرمني د پوځ یو قوماندان د مانورونو د پیل په ورځ ویلي له دا ډول تمریناتو یې موخه دا ده ترڅو وښایي چې دوی خپله دفاع په خپله کولی شي.
مسکو تر دې دمه یادو مانورونو ته غبرګونه نه دی ښودلی.