ناروې له افغانستان سره د ۹۹۰ زره امریکايي ډالرو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي د ناروې حکومت له افغانستان سره د ۹۹۰ زره امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
اوچا نن پر ایکس یو بیان کې ویلي چې دا مرسته به افغانستان کې بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت ترخوا ځینو نورو مهمو برخو کې ولګول شي.
یادې ادارې د ناروې له حکومت څخه مننه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي تر دې دمخه هم د ناروې حکومت له افغانستان سره د بې ځایه شوو په برخه کې د ۴ میلیونه یورو مرسته کړې وه.
د یادونې وړ ده چې یاده مرسته داسې مهال کېږي چې ملګري ملتونه وايي لا روان ۲۰۲۶ کال کې ملیونونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
