میدان وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د میدان وردګ امنیې قومندانۍ څخه موج نیوز ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت په چک ولسوالۍ د یوې ټرافیکې پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۳ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کاږي پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دوه موټرسایکلونه له یو مازدا ډوله بار وړونکي موټر سره ټکر شول.
دا پېښه د چک ولسوالۍ په مجت سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دې وروستیو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي، او چارواکي وايي لوی علت يي د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده.