مولوي نجیب الله حقاني، په چین کې د ټکنالوژۍ نندارتون څخه لیدنه کړې

خبریال: خالد ډګر
نوموړی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست دی، دغه هېواد ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ټکنالوژۍ نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي، په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست او ورسره مل پلاوي، چې په چین هېواد کې يې د انټرنیټ په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی وو، د کنفرانس په درېمه ورځ د ټکنالوژۍ اړوند نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.
د الکوزي په خبره، د دغه نندارتون څخه د لیدنې پرمهال نوموړي ته د کوربه هېواد د مسوولینو له لوري د اړونده وسایلو، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ اړوند وسایلو په اړه معلومات ورکړل شول.
په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست، په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ پرارزښت، د ټکنالوژۍ او زېر بناوو ته د لاس رسي په موخه د پرمختللو هېوادونو په همکارۍ، د مصنوعي ځېرکتیا پرسالمې ګټې اخیستنې او د وروسته پاتي هېوادونو د ډیجیټل انزوایي حالت څخه پر وتلو ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د انټرنټ نړیوال کنفرانس د چین په اوژن ښار کې د روان ۲۰۲۴ م کال د روانې نومبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې یې دوام وکړ.