ملګري ملتونه د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې شکو نودا سره کتلې دي.
د وزارت په خبره چې په د ناسته کې د افغان راستنو شویو ته د مرستې رسولو او په هېواد کې دننه پر دایمي حل لارو چارو خبرې شوي دي.
شکو نادا په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ښه مدیریت له امله د اسلامي امارت هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په لومړیتوب کې قرار لري او غواړې چې د افغان کډوالو ستونزو ته دایمي د حل لاره پیدا کړي.
نوموړې همدا راز زیاته کړې، د افغان کډوالو او راستنېدونکو وړتیاوو ته په کتو به هغوې په ټولنه کې فعاله کړي او مناسب کاري چاپیریال به ورته برابر کړي.
هغې همدا راز د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او کډوالو وزارت سره د ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز هم کړی.
مولوي عبدالکبیر بیا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوې ته ښه راغلاست ویلی او افغان کډوالو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو مننه کړې.
نوموړي همدا راز ویلي، چې د ژمې په رارسېدو سره د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کدوالو حالت د اندیښنې وړ دی.
د ده په خبره چې اسلامې امارت کډوالو ته د لنډ مهاله مرستو تر څنګ د دایمي سرپناوو جوړولو پلان هم لري او له نړیوالو ادارو یې هم غوشتي چې په دې برخو کې د افغانانو لاسنیوي وکړي.
