ملګرو ملتونو له افغانستان او پاکستان غوښتي چې ستونزې له سوله ییزو لارو حل کړي
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د افغانستان او پاکستان غوښتي، تر څو ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
زیاتوي د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د شخړو د لا زیاتېدو مخنیوی وشي.
وايي دوی د دواړو لورو ترمنځ روان حالت تعقیبوي او په خبره يي هڅه يي پیل کړي چې شخړو هوارۍ برخه کې ډاډ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوله ساتو د افغان سرحدي ځواکونو په پوستو نن سهار ډزې وکړې چې ځوابي برید کې افغان ځواکونو مقابل لوري ته درانه تلفات اړولي دي.
