ملي دفاع وزارت په پکتیا کې د یوشمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکوي
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وسلې او مهمات د پکتیا برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
د مسوولینو په خبره، دغه وسلي او مهمات د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې سرحدي لوا د کشف او استخباراتو له لوري د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۲ کلاشینکوفونه، ۲هاوانونه، ۲ هشتادو دو، یوه داشکه، ۷ بیم یو، یوه توفانچه او دوه دانې دور بینونه شامل دي.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې په یادو مهماتو کې د داشکې ۲ بکسې مرمۍ، ۳۵۷ بېلابېلي مرمۍ او ۶۹ سرګلولې هم شاملي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملي دفاع او استخباراتو ریاست اړوندو ځواکونو له لوري ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات نیول شوي دي.
