مخابراتو وزارت: په افغانستان کې د جعلي او بېکیفیته موبایلونو واردات د ثبت له لارې مخنیوی کیږي

د مخابراتو وزارت په وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د جعلي او بېکیفیته ګرځنده ټلیفونونو د وارداتو مخنیوي لپاره یې نوي اقدامات پلي کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، د موبایل واردوونکي شرکتونه به اوس اړ وي چې د خپلو وارداتي موبایلونو هر یو (IMEI) شمېره د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) سره ثبت کړي او د موبایلونو د تورید قانوني جواز ترلاسه کړي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي چې د (IMEI) ثبتولو سیستم له لارې به نه یوازې جعلي او بېکیفیته موبایلونو واردات کنټرول شي، بلکې د غلا شویو او ورکو شویو موبایلونو د موندلو لپاره هم اسانتیا برابره شي.
د اترا ادارې په وینا، په افغانستان کې اوس مهال ۲۶ میلیونه فعال سیمکارتونه شتون لري، چې له دې ډلې ۱۸ میلیونه په قانوني ډول د برېښنايي تذکرې له لارې ثبت شوي دي. دغه اداره مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ټولو کاروونکو سیمکارتونه په قانوني ډول راجستر کړي.
د دې نوې پالیسۍ هدف د ګرځنده ټکنالوژۍ سکتور لا زیات شفافیت او امنیت رامنځته کول دي، ترڅو د کاروونکو لپاره د کیفیتي خدمتونو وړاندې کولو امکانات زیات شي.