شنبه,۱۱ سلواغه ۱۴۰۴
کلتور او هنر

لوګر کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف شوې دي

لوګر کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف شوې دي
  • Publishedمرغومی ۲۰, ۱۴۰۴

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د فرهنګ او هنر معینیت او لرغون پیژندنې ریاست په هڅو لوګر ولایت کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف شوې دي.

له دې وزارت څخه موج نیوز ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا سیمې په مرکز پل علم، برکي برک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې تثبیت شوي، چې اوس مهال يي د ساتنې لپاره اړین ګامونو د پورته کولو هڅې کېږي.

خبرپاڼه کاږي د لومړنیو څېړنیو له مخې دا سیمې د یوناني، باختري او اسلامي دورو پورې اړه لري.

د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي هڅه کوي په نورو هغو سیمو کې چې ګومان کېږي فرهنګي دي د تثبیت لپاره به يي اړین اقدامات ترسره کړي.

Written By
Editor