لوګر کې په ۳۴ میلیونه افغانۍ خرقې شریفې ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر ځايي چارواکي وايي دې ولایت کې د حکومت د مشر ځانګړي حکم پر اساس د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د منسوبې خرقې شریفې لپاره په ۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت سره یوه ودانۍ جوړېږي.
په همدې موخه یو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د حج او اوقافو وزارت د چارواکو ترخوا د لوګر اسېدونکو او د دې ولایت ځايي مسولینو هم ګډون کړی وو.
مراسمو ته د وینا پر مهال د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي ویلي دا ګام يي وروسته له هغې واخیست چې په خبره يي د حکومت مشر ورته امر وکړ.
زیاتوي یاده ودانۍ به پل علم اړوند په عبدالله ابن مسعود جامع جومات سره دده په قول ودانه شي.
هغه دغه راز د دې ودانۍ د اساسي جوړېدو ډاډ ورکوي.
په خبره يي دا ودانۍ یوازې د لوګر اوسېدونکو ته نه بلکې ټولو مسلمانانو ته ویاړ دی.
ورته مهال غونډې ته د وینا پر مهال د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف ویلي دا ودانۍ د حضرت محمد (ص) ته د منسوبې خرقې شریفې لپاره جوړېږي.
باید وویل شي چې دا خرقه شریفه تر دې دمخه د لوګر ازرې ولسوالۍ کې د یو سړي سره د هغه په کور کې ساتل کېده، چې اوس يي چارواکو د ساتنې لپاره ګام اخیستی دی.